عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا ۶۱ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۰۶۸۷ ته ورسېد. عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۳۴۳ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۶۱ يې مثبتې دي. د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۰۶۸۷ ته لوړ شو. عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله دوه کسان مړه شوي چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ۱۵۰۷ ته ورسېد.
































