چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

هند او پاکستان ته ګرم سفرونه؛ موخې او پایلې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2020
in تبصرې
0
هند او پاکستان ته ګرم سفرونه؛ موخې او پایلې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په لنډه موده کې څو افغان چارواکو او سیاستوالو هند او پاکستان ته سفرونه کړي او په ظاهره یې د دغو هېوادونو له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسي جرګې رییس او ځینې وکیلان پاکستان ته تللي دي. بلخوا بیا عبدالله عبدالله، جنرال دوستم او عطامحمد نور هند ته تللي دي. دوی ټولو د دغو هېوادونو له رسمي چارواکو سره لیدلي دي او ویل شوي چې پر افغان سوله یې خبرې کړې دي.

پوښتنه دا ده چې د دغو سفرونو اصلي موخه څه ده او څه پایلې به ولري؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په افغانستان کې د تېرو نولسو کلونو جګړې د هند او پاکستان د نیابتي جګړې رنګ او بوی لاره او اوس چې خبره د سولې هم ده، نو دواړه هېوادونه یو له بل سره بیخي متضاد دریځونه لري. امریکا د سولې روانه پروسه د پاکستان په مرسته او خوښه روانه کړې ده. پاکستان پر دې پروسه خوشاله دی او  داسې ښکاري چې له دې امله له امریکا سره په ژوره معامله کې ښکېل دی. هند بیا له روانې سولې ناراضه دی او فکر کوي چې پاکستان پکې دخیل دی او هند یو مخ ترې ایستل شوی دی. د سولې له دې پروسې سره هند فکر کوي چې طالبان واکمنېږي او په افغانستان کې د پاکستان رول زیاتیږي. هندي چارواکي وېرېږي چې نه یوازې د تېرو ۱۹ کلونو پانګونه یې په اوبو لاهو کېږي، بلکې افغانستان یې یو مخ له لاسه وځي. د دې تر څنګ، هند فکر کوي چې که په افغانستان کې هغه جګړه ودرېږي، چې پاکستان پکې دخیل دی، نو پاکستان به پیاوړی شي او بیا به پاکستان د افغانستان پر ځای پر کشمیر او هند تمرکز کوي.

هند او پاکستان دواړه په افغانستان کې خپل متحدین او یا لاسپوڅي لري. دواړه غواړي چې د خپلو لاسپوڅو پر مټ په افغانستان کې خپلې موخې تعقیب کړي. هند ته د دوستم او عطامحمد نور ورتګ ښايي د سولې پر وړاندې د ممکنه عملي خنډ او د جګړې د دوام له پروګرام سره تړلي وي، ځکه چې ادعا شوې د هند په مرسته د افغانستان په هغو سیمو کې وسلې ویشل کېږي او ملیشې جوړیږي چې دوستم او نور پکې نفوذ لري. له بله اړخه پاکستان له طالبانو سره خپله معامله لري، د دې تر څنګ نورې لارې هم د فشار او خپلو موخو لپاره کاروي. ځینې سیاستوال او چارواکي خو داسې هم ښکاري چې له هند څخه پاکستان ته خپله سیاسي قبله بدلوي او هڅه کوي چې د سولې په پروسه کې د پاکستان لاره تعقیب کړي، څو په راتلونکې کې هم په واک او حکومت کې شریکان وي. له همدې امله پاکستان او هند ته ګرم سفرونه دي او ښايي دا سفرونه همداسې دوام وکړي.

د دغو سفرونو پایلې به ځکه ښې نه وي چې ورسره دلته د دغو دواړو هېوادونو سیالي زیاتیږي، د نیابتي جګړې د دوام هڅې زیاتیږي او د دې تر څنګ، د سولې په چاره کې به هم د ځینو سیاستوالو او چارواکو دریځ او هلې ځلې د افغانستان د ګټو پر ځای د هند یا پاکستان د خوشالۍ لپاره وي. له همدې امله دا سفرونه د افغانستان په خیر نه دي او پکار ده چې ډډه ترې وشي.

Previous Post

مومند: د هوايي دهلېزونو له لارې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

Next Post

امیر علي شېر نوایي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
امیر علي شېر نوایي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

امیر علي شېر نوایي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روسیه کې د افغاني تولیداتو لوی نندارتون جوړیږي

روسیه کې د افغاني تولیداتو لوی نندارتون جوړیږي

اپریل 4, 2025

نړيواله ټولنه دې د نړيوال پرمختګ وړانديز د پلي کولو لپاره هڅې وکړي، څو هر کس له بشري حقونو څخه برخمن شي

سپتمبر 22, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved