د ناروې د کډوالو شورا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د کلونو وچکالۍ له کبله بېکاري او بېوزلي پراخه شوې ده. یاد بنسټ زیاته کړې، چې په بادغیس کې د کلونو وچکالیو کرنیزې ځمکې له منځه وړې او بل پلو دغه ولایت ته د راستنېدونکو شمېر هم وضعیت خراب کړی دی. یادې شورا زیاته کړې چې د بادغیس په ختیځ کې د دغه بنسټ د خدماتو مرکز ته د ورځې ګڼ کسان ورځي، خو د بشردوستانه مرستو د کمښت له کبله د لاسنیوي وړتیا محدوده شوې ده. د ناروې د کډوالو شورا د بشردوستانه مرستو له بسپنه ورکوونکو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري بحران له پراختیا د مخنیوي په موخه بېړني ګامونه پورته کړي.
































