د نیمروز، هرات، ننګرهار او کندهار له لارې پرون ۱۷۶۳ کورنۍ هیواد ته را ستنې شوې دي. د باخبر خبري اژانس د راپور له مخې د نيمروز ورېښمو پله له لارې ۶۴، د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۳، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۲۰۷ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۵۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. سرچینې ویلي، چې ۲۲۲۲ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۱۵۷۷ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې هم وېشل شوې دي.












