روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۱۰ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۹۱ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۱ زره او ۴۲۵ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته درې کسان مړه شوي او ۶۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د یادونې ده چې تر اوسه په هېواد کې له کرونا ویروس څخه د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۵۳۶ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۱ زره او ۳۳۱ ته لوړ شوی دی.
































