چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پر کابل پوهنتون د ابوجهل د لارویانو برید

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 3, 2020
in تبصرې
0
په امریکايي ټاکنو پورې زموږ تړلی برخلیک
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په کابل پوهنتون کې د قضايي ستاژ پر مرکز په برید کې لسګونو محصلینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. برید پرون په داسې حال کې وشو چې محصلین په ټولګیو کې پر زده کړو بوخت وو. دغه برید څو ساعته دوام وکړ چې د بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد. طالبانو برید غندلی او لاس لرل یې پکې رد کړي دي، خو حکومتي چارواکي یې د طالبانو کار ګڼي. ولسمشر غني ویلي چې ترهګرو په هلمند کې ماتې خوړلې، ځکه پر ملکي ادارو برید کوي، خو لومړي مرستیال یې دا د استخباراتو ستره ناکامي ګڼلې چې د دغه برید مخه یې نه ده نیولې.

دا لومړی ځل دی چې په تېرو شلو کلونو کې پر پوهنتون برید کېږي، خو تر دې وړاندې پر ښوونځیو، ښوونیزو مرکزونو، روغتونونو، جوماتونو او نورو داسې ځایونو هم بریدونه شوي دي. د ډېری دغو بریدونو پړه داعش اخیستې ده، خو تل دې ته د شک په سترګه کتل شوي چې په دې برید کې به داعش په رښتیا هم په یوازې ځان ښکېل وي. پر کابل پوهنتون وروستی برید بې ساری دی، چې یو وحشیانه، ظالمانه او غیر انساني کار دی. دا برید هغو استخباراتي کړیو پلان کړی و چې هېڅ ډول اسلامي او انساني ارزښتونه نه پېرني او نه ورته احترام لري. دوی خپل دغه برید د پوهې، علم او رڼا د دښمنانو او د جهالت او ابوجهل د لارویانو پر مټ وکړ چې د کابل پوهنتون لسګونه محصلین یې په خپلو وینو ولمبول.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

بریدګر او د دغه برید طراحان وحشیان، ظالمان او د پوهې او علم دښمنان دي، چې په هېڅ دین او قانون کې یې دا عمل نه توجیه کېږي. له بده مرغه زموږ امنیتي ادارې ونه توانېدلې چې مخکې له مخکې د دغو بریدونو مخه ونیسي. لکه چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، دا رښتیا هم یوه استخباراتي ناکامي وه، ځکه چې مخکې له مخکې باید د دغه ډول بریدونو مخه ونیول شي، ځکه چې له برید وروسته سخته ده چې کنټرول شي. د دغه برید د څرنګوالي او پوهنتون ته د دومره ډېرو وسلو او بریدګرو د لېږد په اړه هم ګڼې پوښتنې او شکونه شته چې پکار ده ځواب ورته وویل شي.

له بده مرغه له بله اړخه د دې پر ځای چې د دغه ډول بریدونو اصلي رېښې پیدا شي، مخه یې ونیول شي او اصلي لاملین یې پیدا شي، هڅه کېږي چې سیاسي استفاده ترې وشي او د هغو موخو لپاره ترې استفاده وشي چې خلک ورسره همغږي نه دي. حکومتي چارواکي ادعا کوي چې برید طالبانو کړی، خو په دې اړه یوازې ادعا بسنه نه کوي. طالبانو ډېر بریدونه کړي او په دې اړه خلک معلومات لري، خو که حکومت په دې اړه رښتیا هم اسناد او شواهد لري چې دا برید طالبانو کړی، پکار ده چې له خلکو سره یې شریک کړي، څو خلک پر حقیقت پوه شي. که حکومت د طالبانو او داعش د ګډ کار او اړیکو په اړه هم اسناد او شواهد لري، باید له خلکو سره شریک شي، ځکه چې ظاهرا  طالبان له داعش سره په جګړه کې دي. خو که د دغه ډول بریدونو څخه سیاسي استفاده کېږي، د سولې پروسه پرې تخربیږي او اوبه پرې خړېږي، دا نو بیا نه یوازې ناسمه کړنه ده، بلکې نور شکونه هم پيدا کوي.

اوس هغه وخت دی چې د دغه برید او طراحانو په اړه یې باید واضح خبرې وشي، حکومت دې خپل ټول اسناد او شواهد شریک کړي او طالبان هم که په دې اړه څه لري، باید له ولس سره یې شریک کړي. دا هغه لاره ده چې اصلي قاتلین او وحشیان پرې معلومېږي. له دې پرته تورونه او له بریدونو سیاسي او تبلیغاتي استفاده، نه یوازې دا چې د دغو بریدونو مخه نه شي نیولی، بلکې د قربانیانو له وینو سره هم غیر مسوولانه چلند دی.

Previous Post

رحمت الله قریشي د کرکټ بورډ نوی اجرايیوي مشر ټاکل شوی دی

Next Post

که د افغان سولې خبرې ناکامې شي؛ بیا؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
که د افغان سولې خبرې ناکامې شي؛ بیا؟

که د افغان سولې خبرې ناکامې شي؛ بیا؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

فرانسې او افغان لوري پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي

فرانسې او افغان لوري پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي

اپریل 18, 2022
اڅکزی: پاکستان دې زموږ حوصله نه ازمایي،نه مو ډیورنډ منلی او نه اغزن تار منو

اڅکزی: پاکستان دې زموږ حوصله نه ازمایي،نه مو ډیورنډ منلی او نه اغزن تار منو

اگست 1, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved