د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د تېرې شپې د موټر بم برید ۲۳ ټپیان د کندهار روغتون ته راوړل شوي دي. د کندهار ځايي روغتیايي چارواکي وایي چې له دې ۲۳ کسانو ۱۰ کسه یې ملکي وګړي دي. تېره شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز موټربم برید وشو چې له امله یې ملکي او نظامي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د وژل شوو کسانو د شمېر په اړه راپورونه نه دي خپاره شوي، خو روغتیايي چارواکي وايي چې د پېښې له سیمې یوازې ۲۳ ټپیان ور وړل شوي دي. بلخوا نن سهار په کابل ښار کې هم د احمد شا بابا مینې په مربوطاتو کې چاودنه شوې چې له امله یې دوه کسه ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې ټپیان ملکي وګړي دي.
































