د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د چاپېریال ساتنې، د ځمکنیو اوبو د ککړتیا مخنیوي، د اوبو د سرچینو اغېزمن مدیریت او د ښاریانو د روغتیا د خوندیتوب په موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو حکومتي شرکت د کندهار ښار په شاوخوا کې د فاضلابو ۴ تصفیهخونې جوړوي. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو حکومتي شرکت اجراییوي مشر مولوي غلامالرحمن کظیم کندهار ته د سفر پرمهال، له هغو څلورو سیمو لیدنه وکړه چې د فاضلابو تصفیېخونې پرې جوړېږي. نوموړي د هېواد په ټولو ښارونو کې د فاضلابو تصفیهخونې یوه جدي اړتیا بللې او د اسلامي امارت له مسوولانو څخه یې د یادو تاسیساتو د جوړولو لپاره په کندهار کې د ځمکې برابرولو له امله هم مننه وکړه.












