چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 18, 2026
in تبصرې
0
نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

نن نړۍ د تاریخ له تر ټولو حساسو او برخلیک ټاکونکو پړاوونو څخه تېرېږي. هغه نړیوال نظم چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا تر مشرتابه لاندې رامنځته شوی و، عملاً خپل مشروعیت، اخلاقي بنسټ او عملي اغېز له لاسه ورکړی دی. امریکا نور نه یوازې دا چې د نړۍ د مشرتابه توان نه لري، بلکې په ډېرو مواردو کې د بې‌ثباتۍ، شخړو، اقتصادي بحرانونو او سیاسي ګډوډیو اصلي سرچینه ګرځېدلې ده. د ځواک هغه انحصاري تصور چې واشنګټن پرې ټینګار درلود، مات شوی او نړۍ په څرګند ډول د څو قطبي نظام پر لور روانه ده.
د تېرو لسیزو تجربو په ښکاره ډول ثابته کړې چې امریکا هېڅکله د ملتونو د خیر، ثبات او هوساینې لپاره نه ده ولاړه. له منځني ختیځ نیولې، تر افریقا، لاتینې امریکا او مرکزي اسیا پورې، هر ځای چې امریکا د مرستې، ډیموکراسۍ، امنیت او پرمختګ شعار پورته کړی، هلته یې جګړې، ویجاړۍ، قومي شخړې، اقتصادي سقوط او اوږدمهاله بې‌ثباتي پرېښې ده. افغانستان، عراق، لیبیا او ګڼ نور هېوادونه د دې تریخ حقیقت ژوندي شاهدان دي. دا نور یو تحلیل نه، بلکې یو ثابت شوی واقعیت دی.
په داسې شرایطو کې د نړۍ ملتونه او حکومتونه نور نشي کولای چې د امریکا په تمه پاتې شي، یا خپل ملي برخلیک د پردیو له تصمیمونو سره وتړي. هغه دولتونه چې لا هم فکر کوي د واشنګټن سیاسي ملاتړ، پوځي شتون یا اقتصادي ژمنې به یې هېواد ته ثبات او پرمختګ راوړي، د تاریخ له لوستلو بې‌برخې دي. امریکا د بل هېواد د سوکالۍ په بدل کې تل خپلې ستراتیژیکې، اقتصادي او امنیتي ګټې تعقیب کړې دي، او هر وخت چې دا ګټې له منځه تللې، متحدین یې یوازې پرې ایښي دي.
تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې ځینې حکومتونه د پردیو په تمه خپل ولسونه ځپي، د داخلي اصلاحاتو پر ځای بهرني ملاتړ ته تکیه کوي، او د ملت مشروع غوښتنې د «نړیوالو فشارونو» او «ستراتیژیکو اړتیاوو» تر نامه لاندې قرباني کوي. دا ډول سیاست نه یوازې دا چې دولتونه کمزوري کوي، بلکې د ولس او نظام ترمنځ واټن ژوروي او هېوادونه د داخلي انفجار پر لور بیايي. تاریخ ښيي چې هېڅ بهرنی ځواک نشي کولای هغه نظام وساتي چې خپل ولس ورڅخه زړه توری وي.
له بلې خوا، ملتونه هم ستر مسؤلیت لري. ولسونه باید پوه شي چې د پردیو په لمسون خپل هېواد ورانول، د کورنیو شخړو لمبه بلول، او د بهرنیو اجنډاوو لپاره قرباني کېدل، هېڅکله د ازادۍ، عدالت او پرمختګ لامل نه ګرځي. هغه ملتونه چې د احساساتو، شعارونو او بهرنیو ژمنو ښکار شوي، کلونه کلونه یې د جګړو، مهاجرتونو او فقر بیه پرې کړې ده. هوښیار ملتونه خپل اختلافات د کور دننه حل کوي، خپلې ملي ګټې پېژني او د پردیو د لوبو وسیله نه ګرځي.
نن د نړۍ بریالي هېوادونه هغه دي چې پر ځان یې باور کړی، پر خپلو انساني او طبیعي منابعو یې پانګونه کړې، او د بهرني سیاست بنسټ یې پر توازن، حکمت او ملي ګټو اېښی دی. دوی نه د امریکا دښمنان دي او نه یې ړانده پلویان، بلکې خپلواکه پرېکړه لري او له هر ځواک سره د برابر احترام او متقابلو ګټو پر اساس اړیکې تنظیموي. دا هغه درس دی چې باید ټول هېوادونه، په ځانګړي ډول جګړه‌ځپلي او وروسته پاتې ملتونه، ترې زده کړي.
امریکا باید نور په رښتینې بڼه وپېژندل شي؛ دا هېواد د بل ثبات نه غواړي، ځکه د بحرانونو په دوام کې یې سیاسي نفوذ، پوځي حضور او اقتصادي بازارونه خوندي پاتې کېږي. د وسلو صنعت، بندیزونه، پورونه او د سیاسي فشارونو شبکه د امریکا د نړیوال سیاست اصلي ستنې دي. هر هغه هېواد چې غواړي خپلواکه وده وکړي، بالاخره د همدې شبکې هدف ګرځي. نو د ساده‌ګۍ او خوشباورۍ دوره باید پای ته ورسېږي.
دا د تاریخ د بیدارۍ شیبې دي. هغه حکومتونه او ملتونه چې په دې حساسو شرایطو کې له حکمت، درایت او اوږدمهاله لید څخه کار اخلي، کولی شي خپل هېوادونه د هوساینې، ثبات او خودکفایۍ پر لور بوځي. خو هغه څوک چې لا هم د پردیو په دروازه کې ناست وي، د بل له رحم او قهر سره خپل برخلیک تړي، او د ملت اراده کمزورې کوي، د تاریخ له قافلې وروسته پاتې کېږي.
نن د نړۍ پیغام روښانه دی: نجات له بهر نه راځي. ثبات له واشنګټنه نه صادرېږي. پرمختګ د ملتونو له ارادې، یووالي، هوښیار سیاست او پر ځان له باور څخه زېږي. دا حقیقت که نن درک نه شي، سبا به یې بیه څو برابره درنه وي.

Previous Post

ټرمپ؛ په ایران کې د یوه نوي رهبر غوښتنه کړې

Next Post

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه پلاوي بنګله دېش ته سفر کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه پلاوي بنګله دېش ته سفر کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه پلاوي بنګله دېش ته سفر کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په مالتا سمندر کې ۶۰ تنه ناقانونه کډوال ژغورل شوي

په مالتا سمندر کې ۶۰ تنه ناقانونه کډوال ژغورل شوي

اپریل 18, 2023
یوناما: افغانستان کې ناچاوده توکي لاهم د خلکو ژوند ګواښي

یوناما: افغانستان کې ناچاوده توکي لاهم د خلکو ژوند ګواښي

دسمبر 30, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved