د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند حنیف اتمر د افغانستان د مرستو دوام په برخه کې د نړیوالې ټولنې له ناتوانۍ خبرداری ورکوی.
اتمر نن ولسي جرګې ته د خپلو پروګرامونو وړاندې کولو په لړ کې وویل چې،تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د نړیوالې ټولنې ټولې مرستې(ملکي او نظامي) چې د څلورو کالو لپاره شوې وې، پایته رسېږي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر زیاتوي چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به ژنېو کې د افغانستان لپاره د مرستو دوام به موخه ناسته ترسره شي.
دی همداراز زیاتوي، وېره شته چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام په برخه کې خپله ناتواني څرګنده کړي او له همدې کبله نړیوالې ټولنې افغان حکومت ته لس شرطونه سپارلي دي چې د افغانستان حکومت یې اوس په ارزونه بوخت دی.
































