د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي، چې تېر کال د امریکايي ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت ۹.۹۳ سلنه لوړ شوی دی. نوري د افغانۍ ارزښت لوړېدو لاملونه د یاد بانک معقول، متوازن او ګټورو پولي سیاستونو تطبیق یاد کړي دي. نوموړي ویلي، چې تېر کال یې له بازار څخه زاړه او له چلښت لوېدلي بانکنوټونه راټول او نویو هغو وړاندې کولو سربېره یې هېواد کې د برېښنایي او اسلامي بانکوالۍ برخو کې هم د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. دا په داسي حال کې ده، چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د پانګه والو له لوري د خطر اخیستنې د کمېدو له امله تازه د امریکايي ډالر ارزښت د دوشنبې په ورځ د ختیځې اسیا په سوداګرۍ کې لوړ شوی.
































