عمران خان باید افغانستان ته تر سفر مخکې په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه بند کړي وای. د پښتونخوا سیاسې څېرې او د پاکستان د سنا پخواني غړي افراسیاب خټک په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې ده. هغه ویلي په پاکستان کې د ترهګرو امن مرکزونه په افغانستان او پاکستان دواړو کې دناورین او خونړیو پېښو لامل دي خو پاکستانی حکومت یې پر وړاندې اقدام نه کوي. خټک ویلي افغانستان ته د عمران خان تر سفر مخکې باید نوموړي لومړی په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه بند کړي وای، د ناورین او فاجعې دا سرچینې یې باید له منځه وړې وای او بیا یې دې د سولې پیغام له ځان سره وړلی. خټک تل د افغانستان پر وړاندې د پاکستاني استخباراتو او ددغه هېواد د حکومت سیاستونه غندلي او هغه یې په سیمه کې د ناورین او کړکېچ لامل بللي دي.












