د یونیسف استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسوول تاجالدین ایوال، د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، یونیسف چمتو دی د کډوالو لپاره د ښارګوټو په جوړولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي. د هغه په وینا، دغه بنسټ تر دې دمه له اړوندو ادارو سره په همکارۍ شاوخوا ۴۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. ایوال زیاته کړې، ملګري ملتونه هڅه کوي چې بېرته راستنېدونکو افغانانو ته بشري مرستې لا زیاتې کړي.






























