د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم رییس نعیمالله ایوبي د بنګلهدېش د رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد د درملو د تنظیم ادارې له مشر محمد عالمګیر حسین سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي سکټور د همکاریو د پراختیا او د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. ایوبي له بنګلهدېش څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د درملو او روغتیایي محصولاتو د ثبت او راجستر بهیر د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي او خپلې عملي تجربې شریکې کړي. دواړو لورو د تخنیکي همکاریو، د تجربو د تبادلې او د روغتیايي اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.






























