د ولسي جرګې غړو د ولسمشر د لومړي مرستیال د استعفا غوښتنه کړې ده. د ولسي جرګې غړو د امرالله صالح پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. امرالله صالح د ژنیو کنفرانس ته د خبرو پر مهال ویلي وو د افغانستان د پارلمان غړي په فساد کې ښکېل دي. دې مسئلې د ولسي جرګې غبرګون پارولی او په خبره یې جرم فردي عمل دی او حکومت باید هر هغه فرد عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي چې په فساد کې ښکېل وي. دوی وایي چې د ولسمشر لومړی مرستیال پر ټول پارلمان تور نه شي پورې کولی. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وایي د ولسمشر د لومړي مرستیال ټول تورونه په کلکو ټکو غندي او له نوموړي د اسنادو غوښتنه کوي. د ولسي جرګې غړو په یوه خپره کړې اعلامیه کې له ولسمشر وغوښتل چې خپل لومړی مرستیال امرالله صالح استعفا ته اړ کړي، ځکه د کار دوام به یې د کورنیو جګړو او بېلو اړخونو ترمنځ د ناندریو ددوام سبب شي.
































