پر افغان حکومت د سولې په برخه کې د خنډونو جوړولو په تړاو د نیوکو پر دوام، دا ځل نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته خپلو باوري سرچینو ویلي چې ولسمشر غني او ځینې نږدې کسان یې د سولې په برخه کې خنډونه جوړوي. تر دې وړاندې هم ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي وو چې د سولې پر تګلاره توافق شوی، خو ولسمشر غني یې مخالفت کوي. له دې سره جوخت د ولسمشر غني ویاند بیا د نیویارک ټایمز دغه راپور بې بنسټه بللی او په خبره یې، ولسمشر د سولې پروسې مبتکر او ملاتړی دی.
سره له دې چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له پیل څه باندې دوې میاشتې اوړي، خو لا هم داسې تورونه شته چې ګواکي په حکومت کې ځینې کسان د دغه ځنډ او د سولې په برخه کې د خنډونو جوړېدو لامل دي. تازه امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز ویلي چې ولسمشر غني او ډېر نږدې کسان یې د سولې په برخه کې په یو ډول نه یو ډول خنډونه جوړوي. سرچینې ویلي وو، چې ولسمشر او پلویان یې غواړي په لوی لاس د سولې پروسه وځنډېږي، نو له همدې امله له ځینو مواردو سره مخالفت کوي. دې ورځپاڼې ته سرچینو ویلي وو: ((ولسمشر او نږدې کسان یې ښایي یا د طالبانو د وروستیو تاوتریخوالي او جګړو په ځواب کې او یا هم په دې تمه چې ګواکي جو بایډن به واک ته رسېږي او د ټرمپ پر پرېکړو به خاورې اړوي، په یو ډول نه یو ډول روانو مذاکراتو کې ځنډ راولي)).
خو افغان حکومت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر دې راپور غبرګون ښودلی دی. د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پرون په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر غني د سولې د خبرو ملاتړی دی او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. د ده په خبره، د نیویارک ټایمز له لوري په دې نامه راپور خپرول چې ګواکي ولسمشر د سولې په لار کې خنډونه جوړوي، ناسم او بې اساسه دی. د صدیقي په وینا: ((ځينې څرګندونې چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په مطلب کې د معلومو او نامعلومو سرچینو له قوله راغلې، د توجیه وړ نه دي او بې اساسه ښکاري)).
د ولسمشر ویاند دغه راز وایي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی، په همدې موخه مذاکراتي پلاوی په دوحه کې دی. هغه وایي، سره له دې چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، تاوتریخوالی یې ډېر کړی، جګړې یې شدیدې کړې، خو بیا هم افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. د صدیقي په خبره: ((مذاکرات یوازینۍ لار ده چې افغانستان ته دایمي سوله راولي. ولسمشر تل هڅه کړې چې په دې مذاکراتو کې تحرک رامنځ ته کړي. تل یې د سولې په برخه کې مثبتې هڅې په ښه توګه رهبري کړې دي. ټول هغه خنډونه یې له منځه وړي چې د مذاکراتو د پيل په لار کې موجود وو)).
صدیقي همدا راز پر طالبانو نیوکه کوي او په خبره یې، سره له دې چې افغان حکومت د دوی زرګونه بندیان خوشې کړل، خو بیا هم دې ډلې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او پر ګڼو ښارونو یې خونړي بریدونه کړي دي. صدیقي د سولې د هوکړې په اړه هم ویلي چې د مذاکراتو د کړنلارې پر ۲۱ مادو توافق شوی، خو په مقدمه کې ځینې مسایل دي چې بحث ته اړتیا لري او د دواړو لورو ترمنځ د بحث او خبرو په پایله کې به دا موارد هم حل شي.
بلخوا وسله والو طالبانو بیا په تازه څرګندونو کې ویلي چې د دوی له لوري د مذاکراتو په برخه کې هېڅ راز ستونزه نشته، خو د حکومتي لوري ترمنځ نه همغږي په مذاکراتو کې د ځنډ لامل ده. د طالبانو د قطر دفتر د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق وایي، دوی ټول خنډونه لرې کړي، خو د حکومتي پلاوي ترمنځ نه همغږي د خنډونو او ځنډ لامل ده.
































