افغان حکومت باید په سوله کې د وروستي ځنډ له امله ملامت و نه بلل شي. په کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر رونالډ نیومن په یوه مرکه کې ویلي دي چې طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي نو له همدې امله افغان حکومت ملامت نه دی او باید په دې کې پړ و نه بلل شي چې ګواکي د سولې په خبرو کې د ځنډ سبب دی. هغه همدا راز وایي چې له افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل به د ټرمپ د حکومت ستره تېروتنه وي، ځکه تر دې دمه په افغانستان کې جګړې روانې دي خو که سرتېري وځي نو بیا امریکا د افغان حکومت د پراخ ملاتړ مسووله ده. دده په وینا په ټوله مانا باید کوښښ وشي چې په افغانستان کې د ترهګرو د پیاوړي کېدو مخه ونیول شي او په دې مسئله کې باید امریکا له خپلو متحدینو سره په ګډه پرېکړې وکړي.
































