د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یونیسکو وايي، تر اوسه په افغانستان کې نږدې ۷۰ زره کسان د دغه بنسټ له ښوونیزو پروګرامونو برخمن شوي، چې ۷۳ سلنه یې ښځې دي. یونیسکو د زمري پر ۲۰مه ویلي، د سواد زدهکړې او مهارتونو د لوړولو پروګرامونو د ښوونیزو فرصتونو ترڅنګ له کورنیو سره د عاید په لوړولو کې هم مرسته کړې ده. د دغه سازمان په وینا، د ګډونوالو تجربې ښيي چې زدهکړه یوازې د پوهې ترلاسه کولو لپاره نه ده، بلکې د ښځو او د هغوی د کورنیو د کرامت د خوندیتوب او د ژوند د ښه والي لپاره هم مهمه ده.














