د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) وايي، د هرات په زندهجان ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز له بیارغونې سره هره ورځ د څه باندې ۳۵۰ ناروغانو لپاره روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شوې ده. دغه بنسټ ویلي، یاد مرکز د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) په ملاتړ بیارغول شوی، چې د کلینیک ودانۍ، د اوبو رسولو سیستم، روغتیايي تاسیسات او د انتظار خونه پکې رغول شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي، زندهجان له هغو ولسوالیو څخه دی چې په تېرو کلونو کې د طبیعي پېښو او د روغتیايي بنسټونو د زیانمنېدو له امله له روغتیايي امکاناتو سره د کمښت له ستونزې سره مخ شوې ده.














