د چین د شمېرنې ملي ادارې د اګست په ۱۷مې نېټې یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې د سږ کال په تېرو اوو میاشتو کې د دغه هېواد د تولید او عرضې چارو ثابت پرمختګ موندلی، استخدام او د محصولاتو بیې عموماً ثابتې وې، بهرنۍ سوداګري يې انعطاف پذيره وه او نوی خوځنده ځواک یې مخ په زیاتېدو او اقتصادي چارې یې عموماً ثابتې وې.
په ورته وخت کې، په همدې مودې کې د چين د اقتصادي چارو خوځنده ځواک د نوي کېدو او اقتصادي جوړښت یې د ښه والي په حال کې و.
شمېرې ښيي، په تېرو اوو میاشتو کې د چين د لویې پيمانې صنعتي چارو زیاتوالی د تېر کال د همدې مودې په نسبت پنځه اعشاریه درې سلنه لوړ شوی او د خدماتي چارو تولیدي شاخص یې څلور اعشاریه اوه سلنه زیاتوالی موندلی دی.














