د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اګست په ۱۷مې نېټې د اندونیزیا ولسمشر پربوو سوبیانتو ته په دغه هېواد کې د سختې زلزلې په اړه د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې لیکلي: په خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې د سختې زلزلې له امله د اندونيزيا خلکو ته ځاني او مالي زيانونه رسیدلي دي. زه د چین حکومت او خلکو په استازیتوب پر وژل شويو کسانو خواشيني او د دوی له کورنیو او ټپیانو سره همدردي څرګندوم. باور لرم چې د ولسمشر پربوو سوبیانتو په مشرۍ د اندونیزیا حکومت به د دغه ناورين پر وړاندې مقابله وکړي او خلک به یې بېرته خپل کورونه ورغوي.














