د ايران د حکومت يوه لوړ پوړي چارواکي د اګست په ۱۷مې نېټې روېټرز خبري اژانس ته ويلي، چې هېواد يې امريکا ته د دواړو هېوادونو د تفاهم لیک د هراړخيز تطبيق وروستۍ موده ټاکلې، چې له مخې يې امريکا بايد په څو اوونيو کې اړوندې چارې بشپړې کړي.
نوموړي ويلي، ايران د امريکا د سمندري بنديزونو پر وړاندې دايمي انتظار نه مني.
دغه چارواکي دا هم ويلي، چې له امريکا سره د جګړې د پای ته رسولو د دايمي هوکړې هڅې په رکود کې پاتې شوي، نو ځکه ايران له دفاعي حالت څخه هراړخيزو بريدونو ته د پاليسۍ د بدلون پرېکړه کړې ده.














