د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بامیانو ولایت ته د خپل سفر په دوام، د دغه ولایت له والي ګلحیدر شفق سره یوځای د بامیانو له زندان څخه لیدنه کړې او د زندانیانو وضعیت او د زندان بېلابېلې برخې یې ارزولي دي. د بامیان ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د زندانیانو روغتیايي او خوراکي وضعیت، له هغوی سره د زندان د مسوولینو د چلند څرنګوالی، د دوسیو د څېړلو بهیر، د زندانیانو د ساتنې ځای او د هغوی اړتیاوې ارزول شوې دي. حنفي ویلي، د زندان هېڅ مسوول یا کارکوونکی حق نه لري چې له زندانیانو سره ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند وکړي او د ټولو زندانیانو حقوق باید له هر ډول توپیر پرته رعایت شي. هغه زیاته کړې، چې مطرح شوې ستونزې به د اړوندو ادارو له لارې وڅېړل شي. د بامیانو والي هم د زندانیانو د خوراکي او روغتیايي ستونزو پر حل، له خپلو کورنیو سره د هغوی د لیدنو د تنظیم او د نورو غوښتنو پر حل ټینګار کړی دی.














