په چین کې د ا.ا سفارت د زمري ۲۴مې، په افغانستان کې د ا.ا د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت مراسم ترسره کړي دي. په دغو مراسمو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې مسوول شین مین جوان، د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر سفیرانو او ډیپلوماتانو، د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، افغان سوداګرو او محصلینو ګډون کړی وو. په چین کې د ا.ا سفیر بلال کریمي په خپله وینا کې د تېرو پنځو کلونو لاسته راوړنو ته اشاره کړې او د سیمهییز اتصال، سوداګرۍ او پانګونې لپاره یې د افغانستان جغرافیایي موقعیت مهم بللی دی. کریمي د افغانستان او چین اړیکې پر متقابل درناوي او ګډو ګټو ولاړې بللې او د سوداګرۍ، ترانزیټ، کرنې، کانونو او پانګونې په برخو کې یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.














