په هرات کې یوه درمل جوړونکې فابریکه د ۱۵۰ ډوله درملو د تولید وړتیا لري او اوس مهال د جامدو او مایع درملو بېلابېل ډولونه تولیدوي. د فابریکې مسوولین وايي، په دغه شرکت کې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې او نږدې دوه زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د فابریکې تخنیکي مسوول عارف شیرزاد وايي، هڅه کوي هغه درمل تولید کړي چې افغانستان یې له بهرنیو هېوادونو واردوي او تمه ده ډېر ژر یې اسیايي هېوادونو ته هم صادر کړي. د صنعت او کانونو خونې مسوولین وايي، په هرات کې شاوخوا ۲۰ نورې درمل جوړونې فابریکې هم فعالیت لري.














