د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د اګست په ۲۳مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې د اردن له مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي سره لیدلي دي.
پاچا عبدالله دوهم له ۱۱ کلن ځنډ وروسته چين ته په سفر تللی او ايمن صفدي هم په دغه سفر کې له نوموړي سره ملګری دی.
وانګ يي له ايمن صفدي سره په خبرو کې ويلي، چې رئیس شي جين پينګ له پاچا عبدالله دوهم سره دوستۍ او متقابل باور ته په ډېره درنه سترګه ګوري او باور یې ښودلی، چې پاچا عبدالله به له چين څخه بریالۍ لیدنه ولري.
چين د اردن د هغې دوستانه تګلارې ستاینه کړې، چې هميشه یې د يو چين پېژندنې پر اصل ټینګار کړی دی.
ایمن صفدي د چین له تود هرکلي څخه مننه کړې او ویلي يې دي، چې اردن له چين سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او په بېلا بېلو برخو کې به ورسره همکارۍ پياوړې کړي.
نوموړي د منځني ختيځ په مسئله کې د چين د مثبت او مسؤلانه رول هم ډېره ستاينه کړې ده.













