د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ ویاند حسین محبي د اګست په ۲۳مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د امریکا د ټولو دښمنانه اقداماتو پر وړاندې د مقابلې لایحه جوړه کړې ده.
حسین محبي د ایران په شمالي ښار کرج کې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې امریکا په دې وروستیو کې د ایران پر وړاندې د تر ټولو سختې اقتصادي جګړې د پیل کولو اعلان کړی دی او په خبره یې، دغه نوی اعلان یې د دې ښکارندويي کوي، چې امریکا د خپلو پوځي اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې ده.
تسنیم اژانس د محبي په قول ویلي، چې ایران د امریکا له خوا د اقتصادي جګړې له منفي اغېزو سره د مقابلې لپاره پلانونه جوړ کړي او له بندیزونو سره سره به له نورو هېوادونو سره اقتصادي تګ راتګ ته دوام ورکړي.














