د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان څانګه وايي، المان له افغانستان سره د ۷ میلیونه او ۹۶۰ زره امریکايي ډالرو مرسته کړې ده. اوچا ویلي، دغه مرسته به په افغانستان کې د زیانمنو او اړمنو خلکو د بشري اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې ولګول شي. دغه سازمان له المان څخه د افغانستان له خلکو سره د مرستې له امله مننه کړې ده. د اوچا د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې سویډن، ناروې او یو شمېر نورو هېوادونو هم له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي.














