د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، که جګړه دوام وکړي، ایراني ځواکونه به په سیمه کې د امریکا هر ډول اهداف، له پوځي اډو او تاسیساتو نیولې تر هغو ځایونو پورې چې امریکايي ځواکونه پکې راټول وي، په نښه کړي. عراقچي ویلي، ایران مخکې هم د سیمې هېوادونو ته خبرداری ورکړی و چې د امریکا د برید په صورت کې به په سیمه کې د دغه هېواد پوځي اډې او اهداف د ایران په ځوابي بریدونو کې په نښه شي. هغه پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه «ناقانونه تېری» بللی او د ایران بریدونه یې «مشروع دفاع» ګڼلي دي.













