جمعه, سپتمبر 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Home نړیوال خبرونه

د چين او مصر ترمنځ اړيکې به څنګه نوی پرمختګ ومومي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 4, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د چين او مصر ترمنځ اړيکې به څنګه نوی پرمختګ ومومي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د روان کال د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه تر دويمې نېټې پورې له مصر څخه رسمي ليدنه وکړه. د دې هېواد بېلا بېلو ټولنو د دې ليدنې لوړه ارزونه کړې او ويلي يې دي چې دا يو تاريخي اهميت لرونکی رسمي ملاقات وو او همدا د مصر او چين ترمنځ د عنعنوي دوستۍ لپاره د نوې زمانې اهميت لري، چې له امله به يې دواړه هېوادونه په لاپراخه همکاريزه لار کې ګامونه پورته کړي.

د دواړو هېوادونو مشرانو د دې ليدنې په موده کې خبرې وکړې او ډېرو ګډو نظريو ته رسېدلي دي. رئيس شي جين پینګ پکې د چين او مصر د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د پرمخ بېولو لپاره پنځه فقره ييزې نظريې وړاندې کړې او د مصر هېواد ولسمشر عبدالفتاح السيسي ويلي چې هېواد يې له چين سره د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو د نوي پرمختګ لپاره هڅه کوي.

You might also like

د هوا پېژندنې نړيوال سازمان: خورا سخته ايل نینو پديده د سختې هوا خطر زیاتوي

ایران په کویټ او عربي متحده اماراتو کې پر امریکایي پوځي اډو بريدونه کړي

د کاناډا صدراعظم: هېواد به يې د امريکا د تعرفې پر وړاندې متقابل اقدامات غوره کړي

له لسو کلونو وروسته رئيس شي جین پینګ بيا مصر ته رسمي سفر کړی او هممهاله د چين او مصر ترمنځ د ديپلوماتيکو اړیکو د ټينګېدو له اويايمې کليزې سره برابر دی، نو دغه سفر د دغو اړيکو د راتلونکي نوي پرمختګ لپاره ځانګړی اهميت لري. مصر د چينايي مېلمنو د هرکلي لپاره شانداره مراسم برابر کړي او ولسمشر السيسي له رئيس شي جين پینګ سره په ليدنه کې نوموړی ښه دوست بللی، چې دا هم د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ژورې دوستۍ ښکارندویي کوي. دواړو مشرانو د چين او مصر ترمنځ د هر اړخیزو ستراتيژیکو همکاريو د اړيکو پرمختیايي نقشه جوړه کړې او په ګډه يې د کمربند او لارې، مصنوعي ځيرکتيا، اقتصاد او سوداګرۍ، توليدي او اکمالاتي ځنځیرونو د همکاريو په شمول ډېرو برخو کې همکاريز سندونه لاسليک کړي دي. د دې ترڅنګ هغوی هم د دغو اړيکو د لا ټينګښت په هکله ګډه اعلاميه خپره کړه چې په دې سفر کې د ډېرو لاسته راوړنو لرل د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره د څلې اهميت لري.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د لوېديځې اسيا او افريقا په اړه د څېړنيز انسټيټيوټ مرستیال تانګ جي چاو د سي اېم جي له خبريال سره په مرکه کې ويلي چې دغه سفر نه یوازې د چين او مصر ترمنځ د راتلونکو اړيکو لپاره لار روښانه کړې او هم د دواړو هېوادونو، د چین او عربي هېوادونو او د چين او افريقا ترمنځ د عنعنوي دوستۍ دوام هم بلل کېږي، چې دا به په نړۍ کې د سراسري جنوب د هېوادونو ترمنځ يووالي او همکارۍ ته حیاتي ځواک ورکړي. د عرب ليګ د دارالانشاء د معلوماتو، سندونو او د ژباړنې چارو رياست مشر هارلي جاد ويلي چې مصر ته د رئيس شي جين پینګ دغه سفر د دې ښکارندويي کوي چې چين له مصر، عربي هېوادونو او افريقا سره د اړيکو له پرمختګ څخه ټينګ ملاتړ کوي او همدا د سيمې او نړۍ د امنيت او پرمختګ لپاره ډېره مهمه چاره ده.

مصر هغه عربي او افريقايي هېواد دی چې وختي يې له اوسني نوي چين سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې، او لومړی عربي هېواد دی چې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ موخه يې د دوه اړخيزو اړيکو په ګډه اعلاميه کې شامله کړې، او هم لومړی داسې پرمختیايي هېواد دی چې له چین سره يې ستراتيژيکې اړيکې ټينګې کړې دي. له اوياوو کلونو راهيسې که نړيوال او سيمه وضعيت هر څومره بدل شوی، خو د چين او مصر ترمنځ اړيکې تل پر خپل سم لوري روانې شوې او حياتي ځواک يې هم ډېر شوی چې د پرمختیايي هېوادونو د دوستانه چلند، يووالي او همکارۍ نمونه هم ګرځېدلې ده.

رئیس شي جين پینګ په دې سفر کې د چین او مصر ترمنځ د اړيکو په هکله پنځه فقره ييزې نظريې وړاندې کړې چې دواړه هېوادونه بايد يو له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي، د ګډو ګټو پربنسټ دې خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې کړي، کلتوري تبادلې دې پرمخ یوسي، په امنيتي چارو کې دې دوه اړخيزې همکارۍ او په نړيوالو چارو کې دې څو اړخیزې همکارۍ لا پياوړې کړي. دغه نظريې د دغو اړيکو د راتلونکي پرمختګ لپاره لار روښانه کړې ده. د مصر د الاهرام ورځپاڼې ويبسايټ د سپتمبر په دويمه نېټه په خپله مقاله کې ليکلي چې مصر د يوه پرمختیايي هېواد په توګه بايد د اقتصادي سمسورتيا د موندلو لپاره له بېلا بېلو خواوو سره همکارۍ لا پياوړې کړي او په دې برخه کې له چين سره د اړيکو پرمختګ په اوس کې مهم ټکی دی.

اويا کلونه تېر شوي دي. اوس د چين او مصر ترمنځ اړيکې نوي پيل کې ولاړې دي. دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د دوستۍ د لاټينګښت، د ګډ پرمختګ او د تمدني تبادلې د لا پیاوړتیا نمونه وګرځي او د عدالت د ساتنې او د چين او عربي هېوادونو او د چين او افريقا ترمنځ د همکاريو د لاپياوړتيا د لارښوونکو په توګه به د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي، ترڅو  متزلزلې نړۍ ته ثبات او حیاتي ځواک ورکړي.

Previous Post

وانګ يي د رئیس شي جین پینګ د سفرونو په اړه معلومات وړاندې کړل

Next Post

چين او سينګاپور به د « سمندري همکارۍـ ۲۰۲۶» ګډ تمرين وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د هوا پېژندنې نړيوال سازمان:  خورا سخته ايل نینو پديده د سختې هوا خطر زیاتوي
نړیوال خبرونه

د هوا پېژندنې نړيوال سازمان: خورا سخته ايل نینو پديده د سختې هوا خطر زیاتوي

by Spogmai Radio
سپتمبر 4, 2026
ایران په کویټ او عربي متحده اماراتو کې پر امریکایي پوځي اډو بريدونه کړي
نړیوال خبرونه

ایران په کویټ او عربي متحده اماراتو کې پر امریکایي پوځي اډو بريدونه کړي

by Spogmai Radio
سپتمبر 4, 2026
د کاناډا صدراعظم: هېواد به يې د امريکا د تعرفې پر وړاندې متقابل اقدامات غوره کړي
نړیوال خبرونه

د کاناډا صدراعظم: هېواد به يې د امريکا د تعرفې پر وړاندې متقابل اقدامات غوره کړي

by Spogmai Radio
سپتمبر 4, 2026
د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چين د خدماتي وارداتو او صادراتو عمومي حجم د پروسږ همدې مودې په پرتله ۸.۳ سلنه زيات شوی
نړیوال خبرونه

د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چين د خدماتي وارداتو او صادراتو عمومي حجم د پروسږ همدې مودې په پرتله ۸.۳ سلنه زيات شوی

by Spogmai Radio
سپتمبر 4, 2026
شي جين پينګ د چين او روسيې د انرژۍ ۸م سوداګريز فورم ته د مبارکۍ پیغام واستاوه
نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د چين او روسيې د انرژۍ ۸م سوداګريز فورم ته د مبارکۍ پیغام واستاوه

by Spogmai Radio
سپتمبر 4, 2026
Next Post
چين او سينګاپور به د « سمندري همکارۍـ ۲۰۲۶» ګډ تمرين وکړي

چين او سينګاپور به د « سمندري همکارۍـ ۲۰۲۶» ګډ تمرين وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له زرګونه کورنیو سره مرسته وشوه

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له زرګونه کورنیو سره مرسته وشوه

دسمبر 9, 2023
پاکستان په تورخم کې ۲۷ بندیان افغان لوري ته وسپارل

پاکستان په تورخم کې ۲۷ بندیان افغان لوري ته وسپارل

جون 27, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

د هوا پېژندنې نړيوال سازمان:  خورا سخته ايل نینو پديده د سختې هوا خطر زیاتوي
نړیوال خبرونه

د هوا پېژندنې نړيوال سازمان: خورا سخته ايل نینو پديده د سختې هوا خطر زیاتوي

سپتمبر 4, 2026
ایران په کویټ او عربي متحده اماراتو کې پر امریکایي پوځي اډو بريدونه کړي
نړیوال خبرونه

ایران په کویټ او عربي متحده اماراتو کې پر امریکایي پوځي اډو بريدونه کړي

سپتمبر 4, 2026
د کاناډا صدراعظم: هېواد به يې د امريکا د تعرفې پر وړاندې متقابل اقدامات غوره کړي
نړیوال خبرونه

د کاناډا صدراعظم: هېواد به يې د امريکا د تعرفې پر وړاندې متقابل اقدامات غوره کړي

سپتمبر 4, 2026
د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چين د خدماتي وارداتو او صادراتو عمومي حجم د پروسږ همدې مودې په پرتله ۸.۳ سلنه زيات شوی
نړیوال خبرونه

د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چين د خدماتي وارداتو او صادراتو عمومي حجم د پروسږ همدې مودې په پرتله ۸.۳ سلنه زيات شوی

سپتمبر 4, 2026
شي جين پينګ د چين او روسيې د انرژۍ ۸م سوداګريز فورم ته د مبارکۍ پیغام واستاوه
نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د چين او روسيې د انرژۍ ۸م سوداګريز فورم ته د مبارکۍ پیغام واستاوه

سپتمبر 4, 2026
بېجينګ: نړۍ ته باید په زغرده د جاپان د نوې پوځي پالنې د زيانونو مخه ونيول شي
نړیوال خبرونه

بېجينګ: نړۍ ته باید په زغرده د جاپان د نوې پوځي پالنې د زيانونو مخه ونيول شي

سپتمبر 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ