«اکونومېسټ» مجلې په دې وروستیو کې د چین « د دریګون رستورانت ته ښه راغلاست» «Once Upon A Time in the Middle East» فلم په اړه په یوه تبصره کې د چین ډیپلوماسۍ ته د ” دریګون رستورانت ډیپلوماسي“ نوم ورکړی دی. دې مجلې د فلم د ” ښه خواړه وخورئ، ماشومان مو ښه وروزئ“ په څېر د ساده او عادي موضوعاتو پر بنسټ، د چین بهرنۍ اړیکې داسې انځور کړې دي چې ګواکې تر ډېره د سوداګریزو ګټو له مخې هڅول کېږي او په ایډیالوژیکه مانا له ” ژورتیا “ څخه بې برخې دي.
«دریګون رستورانت ته ښه راغلاست» فلم یو چینايي پخلی د منځني ختیځ چاپېریال کې په داسې حال کې انځوروي چې له جګړو او شخړو سخت اغېزمن شوی دی. فلم کیسه د ولسمشر، جنرال یا دیپلومات له لید لوري نه رااخلي؛ بلکې کمره یې پر هغو عادي خلکو راڅرخي چې هڅه کوي رستورانت پرانیستی وساتي او د ژوند د دوام لپاره مبارزه وکړي.
په دې فلم کې په ځلونو پر ” ښه خواړه وخورئ “ ټینګار شوی او خلکو ته یادونه کوي چې د سیاست نهايي هدف د پام وړ سټراټژيکو اصطلاحاتو جوړول نه دي، بلکې د داسې ټولنیز نظم رامنځه کول دي چې عادي خلکو ته اجازه ورکوي چې عادي او ساده ژوند ولري.
په داسې حال کې چې عصري نړیوال سیاست تر ډېره د قدرت ژبه د عادي خلکو د ورځني ژوند له تجریبو لوړه ګڼي.
یوه پوځي بریا شاید نړيواله نقشه بدله کړي، خو دا تضمین نه شي کولی چې یوې کورنۍ ته کافي ډوډۍ برابره کړي.
یو جغرافيايي سیاسي اتحاد شاید د ستراتیژیستانو اړتیاوې پوره کړي، خو د یوه ماشوم د خوندیتوب تضمین هېڅکله نه شي کولی.
بندیزونه شاید د یوه سیاسي هوډ ښودنه وکړي، خو د یوه مناسب فعال روغتون د رامنځته کېدو لامل نشي کېدای.
په دې فلم کې راسټورانټ یوازې راسټورانټ نه دی، بلکې په نړیوالو اړیکو کې د بلې دیدګاه لپاره پر یوې استعارې بدلېږي.
نړۍ یوازې د هېوادونو او قدرتونو لخوا جوړ شوی د شطرنج تخته نه ده، بلکې د انسانانو لپاره د ډوډۍ خوړلو میز هم دی.
دا ريښتنې خبره ده، چې چین اقتصادي پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. پخوا چين له اوږدې مودې بېوزلۍ سره مخ و او بیا د خپلو هڅو په نتیجه کې د نړۍ دوهم لوی اقتصاد شو. په دې بهير کې دغه هېواد د نړیوالو اړیکو په اړه خپله ځانګړې پېژندنه رامنځته کړې: پرمختګ یوازې اقتصادي شاخصونه نه دي، بلکې د ټولنیز ثبات، انساني عزت او ملي خپلواکۍ بنسټ هم دی.
د ډېرو پرمختيايي هېوادونو لپاره، تر ټولو بیړنۍ مسئله په سياسي نظري بحثونو کې نه ده، بلکې د دې برعکس دا ده، چې په کور کې برېښنا شته که نه، ماشومان ښوونځي ته تللی شي که نه، کرنيز تولیدات بازار لري که نه، روغتونونه په سمه توګه کار کوي که نه، د څښاک پاکې اوبه شته که نه، او له ناورين وروسته سړکونه بیا پرانیستل کېږي که نه.
د يادونې وړ ده، له دې فلم څخه د چين د ډيپلوماسۍ يوه ځانګړتيا هم ښکاره شوې، چې بېلابېلو کلتورونو ته درناوی کوي.
دا د نړیوالو اړيکو د حل لپاره هم يو ښه انعکاس دی.
چین هیڅکله له هېڅ هېواد څخه نه دي غوښتي، چې خپل ځان د چین په شان بدل کړي، او په دې اند هم نه دی، چې نور هېوادونه په ساده توګه د چین د پرمختګ لاره کاپي کولای شي.
چین پر دې ټینګار کوي، چې هر هېواد باید د خپلو ملي شرایطو سره سم خپله مناسبه لاره وټاکي.
د چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ همکاري په دوامداره توګه د ګډونوالو هېوادونو بنسټیز تاسیسات، ترانسپورټ، برېښنا، د اوبو رسولو، ښوونځي او طبي تاسیسات ښه کوي او د میلیارډونو عامو خلکو ژوند یې په ژوره توګه بدل کړی دی. په ورته وخت کې، چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دایمي غړو هېوادونو کې هغه هېواد دی، چې اړينو سيمو ته یې تر ټولو زیات سوله ساتونکي لېږلي دي.
دغه فلم یوه فرهنګي کړکۍ برابروي چې نړۍ ته د نړيوالو اړیکو په اړه د چين افکار وړاندې کوي، چې تل سوله، پرمختګ او د عامو خلکو ګټو ته ارزښت او پاملرنه کوي.














