د خوست د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ پراختیايي پروژو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو پروژو کې د اوبو لګونو کانالونو، سربندونو، کاریزونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
د معلوماتو له مخې د یادو پروژو د کار په بهیر کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې دي.













