د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د چارو ادارې د اداري پروسو د ساده کولو ریاست په تېرو پنځو کلونو کې د بېلابېلو حکومتي ادارو ۹۲۸ پېچلې او وختنیوونکې اداري پروسې ساده او مستندې کړې دي. د نوموړي په وینا، په دې پروسو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ۲۰۳، د لوړو زده کړو وزارت ۲۱۴، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ۱۴۰ او د پوهنې وزارت ۱۳۶ اداري پروسې شاملې دي. مجاهد ویلي، د نورو حکومتي ادارو لسګونه اداري پروسې هم ساده او مستندې شوې دي.













