د سپتمبر په ۹مه نېټه د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ د ایران اټومي مسئله وڅېړله چې په دغه سازمان کې د چین دايمي استازي لي سونګ هم پکې د چین دريځ بيان کړ. نوموړي څرګنده کړې چې د تېر کال له جون راهيسې امريکا، اسرائيلو دوه ځله د ايران پر هغو سوله ييزو اټومي تاسيساتو بريدونه کړي چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ تر څارنې لاندې و. د دوی دغه کړنې د ايران او دې اېجنسۍ ترمنځ پر همکاريو سخت خنډونه جوړ کړي او ((د اټومي وسلو د نه خپرېدا تړون )) اړوند ميکانيزم ته يې زيانونه رسولي چې همدا هم بېرته عادي حالت ته د ايران او دغې اېجنسۍ ترمنځ د همکاريو د نه ستنېدو اصلي لامل دی.
هغه پر دې ټينګار کړی چې په شورا کې يو له بل سره سياسي مقاومت د ايران اټومي مسئله نه شي حلولی، که په زوره اړونده پرېکړه تصويب شي، دا به يوازې د دواړو خواوو ترمنځ تضاد سخت کړي. او که پرېکړه ليک يې امنيت شورا ته وړاندې شي، دا به هم د دې مسئلې د حل لپاره ګټوره نه وي. د ایران د اټومي مسئلې د حل لپاره یوازې سياسي او ديپلوماتيکې لارې چارې یوه سمه لاره ده.














