د چين دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۳ مې نېټې په سهار په نوي ډيلي کې د برېکس هېوادونو د مشرانو د اتلسمې غونډې په دویم پړاو کې ګډون وکړ او مهمه وينا يې وکړه، چې عنوان يې دی« د برېکس د هېوادونو د بنسټ ټينګښت او د نړۍ د سراسري جنوب ځواک پراختيا».
شي جين پينګ وويل، اوسمهال په نړۍ کې د يوې پېړۍ بې ساري بدلونونه په چټکۍ روان دي او د نړۍ سراسري جنوب په ګډه راپورته کيږي او د نړۍ د څو قطبي کېدو کليدي حياتي ځواک ګرځي. د دې ترڅنګ نړيوال وضعيت ګډوډ دی او ډول ډول خطرونه او ننګونې يو پر بل پسې رامنځته کيږي. د نړۍ د ثبات او ښه والي لپاره د برېکس هېوادونه باید له ابتکاره کار واخلي، د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونه يوموټی کړي او په نړيوالو چارو کې مثبت، ثابت او ښه رول ولوبوي، څو د انسانيت ګډه رفاه زياته شي.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونه باید په ګډه د نړيوال قانون حاکميت وساتي، د حاکميت او برابرۍ د ساتنې، د نورو په کورنيو چارو کې د نه مداخلې او د اختلافاتو د سوله يیز حل په شمول د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول وساتي، له څواړخيزم څخه ملاتړ وکړي، د ملګرو ملتونو واک او رول وساتي، د څواړخيزو ارګانونو له اصلاحاتو ملاتړ وکړي، د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د اصلاحاتو پر سم لوري ټينګار ولري، نړيوال مالي چوکاټ ښه کړي او د پرمختيايي هېوادونو استازيتوب او اواز لوړ کړي. دغه راز باید خلک محوره پرمختيايي فلسفه عملي کړي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا پلې کړي، په ګډو هڅو د امنيت حکومتولي پرمخ يوسي او له دوديزو او غیر دودیزو امنيتي ګواښونو سره په ګډه مقابله وکړي.دغه راز د اقليم نړيواله حکومتولي ښه کړي او د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې حکومتولۍ داسې چوکاټ رامنځته کړي، چې پراخه اجماع پرې شوې وي، څو نوې ټکنالوژۍ د بشريت د ګډې هوساينې لار روښانه کړي.
شي جين بينګ د برېکس د همکارۍ په اړه ۵ وړانديزونه کړي:
لومړی، د مصنوعي ځيرکتيا د اوپن سورس يا پرانيستو سرچينو او پراخو ګټو وړانديز. هغه وویل، چې چين به اول د برېکس هېوادونو د مصنوعي ځيرکتيا د اوپن سورس ځانګړې سيمه جوړه کړي، د ژبو د لویو ماډلونو د څېړنې او کارونې له همکاريو به ملاتړ وکړي، د مصنوعي ځيرکتيا ځانګړی روزنیز کورس به جوړ کړي او د مصنوعي ځيرکتيا پرانيستي ايکوسیسټم به رامنخته کړي.
دويم، د سوداګرۍ او پانګونې د اسانتيا وړانديز. چين وړانديز لري، چې د برېکس هېوادونو د ځانګړي اقتصادي زون مشارکت جوړ شي او دغه هېواد به په راتلونکي کال کې د برېکس هېوادونو د خدماتي سوداګرۍ فورم کوربه توب وکړي او د اقتصادي او سوداګریزو همکاريو نوی زياتوالی وروزي.
درېیم، د ډيجيټل صنعتي همکارۍ وړانديز. چين به هڅه وکړي، د برېکس هېوادونو ډيجیټل صنعتي پلاټفورم جوړ کړي، د ډيجيټل مهارتونو روزنې، د تخنيکونو د متقابلې زده کړې او د صنعتونو تبادلې به په لاره واچوي او له دې لارې به ډيجيټل اقتصاد ته وده ورکړي.
څلورم، د ځيرک توليد په برخه کې د همکارۍ وړاندیز. چين به د برېکس له هېوادونو سره د ځيرکو فابریکو په جوړولو کې مرسته وکړي، معياري او منظم سیسټمونه به رامنځته کړي او د توليد د سکتور بدلون او لوړتيا به وهڅوي.
پنځم، د ساينس او ټکنالوژۍ د مستعدو کسانو د روزنې وړانديز. چين د برېکس هېوادونو د اجنیرانو د روزنې اتحاديې د جوړولو وړانديز لري او د برېکس هېوادونو د ځوانانو د علمي نوښت د تبادلې پلان به تطبيق کړي، څو لازيات پرمختللي علمي نوښتګران وروزل شي.
د برېکس هېوادونو د مشرانو د اتلسمې غونډې په دویم پړاو کې د روسیې، جنوبي اقريقا ، ايران، مصر او اندونیزيا ولسمشرانو، د اتوپيا صدراعظم، د د ابوظبۍ ولیعهد، د برازیل او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو، د برېکس د شریکو او مېلمنو هېوادونو مشرانو یا استازو، او د ملګرو ملتونو سرمنشي او د نورو نړيوالو سازمانونو مسئولينو ګډون وکړ. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د غونډې مشري وکړه.














