د عمان بهرنيو چارو وزارت پر ځايي وخت د سپتمبر د ۱۳مې نېټې په ماښام اعلان وکړ، د ټاکلي پلان له مخې به د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه د دغه هېواد په جنوب صلاله ښار کې د سيمې غونډه تر سره شي، ځنډېدلې ده او دا روښانه نه ده چې په کوم تاريخ به تر سره شي. ايران مخکې دا څرګنده کړې وه چې په دغه غونډه کې به د خليج هېوادونو ته له هرمز تنګي څخه د تېرېدو مسئلې په هکله له امريکا سره د مشورو د نتيجې په اړه معلومات ورکړي.
د کارپوهانو په اند، اوسمهال په هرمز تنګي کې د سياسي سيالۍ او نظامي شخړې دوه خطرونه شته. امريکا او ايران په اړوندو مسئلو کې سخت اختلافونه لري او يو پر بل باور نه لري، نو د دواړو هېوادونو تر منځ تقابل په لنډ راتلونکې کې د پای ته رسېدو امکان نه لري. په دې حال کې د دې سيمې هېوادونه په ځانګړې توګه د خليج عربي هېوادونه بايد ګډ موقف ایجاد کړي او له ايران سره لا زيات تماسونه ولري، خو بیا هم په لنډه موده کې د اړوندو شخړو او اختلافونو له یو شمېر ستونزو سره مخ دي.














