د هلمند ولایتي چارواکي وایي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د مرستیال برونو لامارکي په مشرۍ د دغه سازمان لوړپوړي پلاوي هلمند ته سفر کړی دی. د هلمند د والي ویاند محمدقاسم ریاض وايي، د یوناما پلاوي له هلمند والي امانالدین منصور سره په کتنه کې د بدیل کښت، اقتصاد، پوهنې او روغتیا په برخو کې د پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي. د هلمند والي په دغو برخو کې د ملګرو ملتونو د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې او پلاوي د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.














