چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

هوايي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د یوولسو غړو ژوند واخیست

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
in افغانستان
0
هوايي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د یوولسو غړو ژوند واخیست
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې د جګړو له تودېدو سره هممهاله ملکي مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده. تازه په کندهار کې د هوايي بریدونو له امله د یوې کورنۍ یوولس غړي وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي. د کندهار په ارغنداب کې له څو ورځو راهیسې خونړۍ جګړه روانه ده چې له امله یې لسګونه ملکی وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. تازه د افغان حکومت له لوري په شوو هوایي بریدونو کې ملکي تلفاتو ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

د کندهار په ارغنداب او څو نورو ولسوالیو کې له څو ورځو راهیسې خونړۍ جګړې روانې دي. سره له دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، باید طالبان تاوتریخوالی کم کړي او پر افغان ځواکونو تهاجمي بریدونه ونه کړي، خو تازه دغې ډلې په ګڼو ولسوالیو کې پر افغان پوځ بریدونه کړي چې له امله یې نه یوازې افغان سرتېرو، بلکې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. بلخوا افغان حکومت چې ځان په دفاعي حالت کې بولي، پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه کوي چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په وروستیو ورځو کې د هلمند په نادعلي، د کندهار په ارغنداب او ځینو نورو ولسوالیو کې افغان او بهرنیو هوایي ځواکونو بریدونه کړي چې له امله یې د طالبانو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم درانه تلفات اوښتي دي. تر ټولو خونړۍ او بوږنوونکې پېښه یې وړمه شپه د کندهار په ارغنداب کې په یوه هوایي برید کې د ملکي وګړو وژل وو. د کندهار په ارغنداب کې ځایي خلک وایي چې وړمه شپه لس نیمې بجې شاوخوا د دوی پر کورونو ګڼ هوایي بریدونه شوي چې ملکي تلفات یې اړولي دي. په دې پېښه کې د یوې کورنۍ یوولس غړي وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. د وژل شوو نږدې خپلوان وايي چې په پېښه کې یې ورور له خپلو ماشومانو سره یوځای وژل شوی دی. ګل محمد وایي، پر کور یې درې ګولۍ لګېدلي دي، د کورنۍ یوولس غړي یې وژل شوي چې ښځې او ماشومان پکې دي. د ده په خبره: ((لس نیمې بجې به وې، لومړی درب شو، چې ومې کتل ورور مې تر خاورو لاندې و، په دویم درب کې مې د ورور ماشومان ووژل شول او بیا تر سهاره همداسې ډزې او بریدونه وو، مړي تر خاورو لاندې وو، نو را ایستلی مو نه شوی، سهار مو په بېلچو مړي را وایستل)).

د ارغنداب ولسوالۍ بل اوسېدونکی عبدالصمد وايي چې په پېښه کې ټول ملکي وګړي وژل شوي دي. د ده په وینا، په سیمه کې هېڅ راز جګړه او نښته نه وه، ټول ویده وو او ناڅاپه الوتکو دوره وکړه چې له دویمې دورې سره یې بریدونه هم وکړل.

بلخوا د ملي امنیت ۰۳ قطعې مطبوعاتي مسوولینو بیا ویلي چې دوی د ارغنداب په بېلو سیمو کې د وسله والو طالبانو پټنځایونه او ځالې په نښه کړي او په هغه کې یې د اوو ځانمرګو بریدګرو په ګډون، ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دوی په خبره، په پېښه کې ملکي وګړي نه دي وژل شوي.

خو ملي دفاع وزارت بیا وایي چې دوی په پېښه کې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعاوې څېړي. د یاد وزارت په وینا، افغان ځواکونو د ارغنداب په بېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي، خو دا چې د ملکي مرګ ژوبلې ادعا کېږي، په اړه به یې معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي. دوی د یوه ګډ پلاوي د ټاکل کېدو خبره هم کوي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال بیا وایي، طالبان د خلکو په کورونو کې پنا اخلي او له دې سیمو د سپر په څېر ګټه پورته کوي، نو ځکه دوی اړ دي چې د خپلو خلکو دفاع وکړي. هغه په دې پېښه کې طالبان پړه بولي. طالبانو هم په دې راپورونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د افغان پوځ په هوایي بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

Tags: Top
Previous Post

ژمی او د چهارمغزو ګټې

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ا.ا لیکې د نامطلوبو کسانو له شتونه پاکې اعلان شوې

د ا.ا لیکې د نامطلوبو کسانو له شتونه پاکې اعلان شوې

فبروري 21, 2022

Best Gambling Sites Canada

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved