حکومت او طالبان دې دواړه له جګړو او بریدونو لاس واخلي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله یوه تازه مرکه کې په هېواد کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي طالبانو هم جګړې شدیدې کړې دي، عامه تاسیسات ورانوي او پر افغان ځواکونو بریدونه کوي، پر وړاندې یې افغان حکومت هم جګړې شدیدې کړې دي، هوايي بریدونه کوي او په دې بریدونو کې ملکي وګړو ته تلفات اوړي. دده په خبره دواړو لورو ته په کار ده چې د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړي او اوربند ته سره ورسېږي. حامد کرزي ټینګار کړی چې جګړه د حل لار نه ده او د جګړې له لار به هېڅ لوری هم بریا ته و نه رسېږي. هغه همدا راز هیله من دی چې د دوحې مذاکرات ژر تر ژره یو هوکړې ته ورسېږي او دلته د روانې خونړۍ جګړې د ختمېدو سبب شي. پخواني ولسمشر دغه راز د افغان حکومت د وروستۍ غوښتنې په تړاو چې ګواکي د بین الافغاني مذاکراتو پاتې برخې دې په افغانستان کې ترسره شي ویلي، چې دا ښه خبره ده خو ګومان نه کوي چې دمګړی دې دې کار ته شرایط برابر وي، ځکه په دوحه کې یوازې افغانان په مذاکراتو نه دي بوخت بلکې هلته د امریکا په ګډون د ځینو نورو هېوادونو ديپلوماتان او استازي هم حضور لري.
































