د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یو برید کې ۱۴ سرحدي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندوز ولايتي شورا غړي خليل قاري زاده ويلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په استامينګ کلي کې د سرحدي ځواکونو پر ټولي بريد کړى دى. د نوموړي په خبره، په دغه بريد کې د ټولي د قومندان تورن داوود حکيمي په ګډون لس سرحدي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. بلخوا د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي هم پېښه تاييدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي. طالبانو د برید د پخلي تر څنګ په دغه نښته کې ۲۱ سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
































