چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د امریکايي ځواکونو د وتلو او پاتې کېدو معما

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 15, 2020
in تبصرې
0
د سولې په خبرو کې د ځنډ لاملونه او پایلې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

امریکايي نظامي چارواکي وايي چې دوی له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، خو طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي. په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د شرایطو پر اساس کېږي او امریکا به هغه وخت خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي چې د امن او ثبات ډاډ یې تر لاسه کړی وي. تر دې وړاندې ویل شوي وو چې په راتلونکې یوه میاشت کې به دوه زره امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او ۲۵۰۰ نور به پاتې شي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس باید ټول بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱ ز کال د مې میاشتې تر پایه له افغانستان څخه ووځي. بل خوا امریکايي چارواکي او جنرالان د ځواکونو د وتلو په اړه پرله پسې متفاوتې او متضادې څرګندونې کوي، خو رښتیا د ځواکونو وتل له څه سره تړلي دي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه څرګندونې رښتیا هم متفاوتې او متضادې دي؛ ځکه چې کله پکې د ځواکونو د وتلو او کله هم د پاتې کېدو خبرې کېږي. کله وتل له شرایطو سره تړلي وي او ډېری وخت خو بېخي هېریږي چې د ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو او امریکا ترمنځ یوه هوکړه شوې ده. له همدې کبله پر څرګندونو ډېر حساب نه کېږي، بلکې په عملي ډول باید وکتل شي چې ځواکونه وځي او که نه. تر اوسه پورې امریکايي ځواکونه په پرله پسې ډول وتلي، ځینې اډې یې خالي کړې او آن خپل تاسیسات یې هم تخریب کړي او ځینې وسایل یې ایستلي دي. داسې ښکاري چې امریکا له طالبانو سره پر هوکړه عمل کوي او تر اوسه پورې د ځواکونو وتل هم د همغو دریو پړاوونو پر اساس دي چې له طالبانو سره پرې هوکړه شوې ده. لومړی پړاو بشپړ شوی، چې پکې ډېر امریکايي ځواکونه وتلي دي. دویم پړاو هم د بشپړېدو په حال کې دی چې پکې به د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شي. درېیم پړاو بیا دا دی چې د ځواکونو شمېرې پکې صفر شي. د درېیم پړاو په اړه شک او اندېښنې شته چې امریکايي ځواکونه ښايي یا پکې ځنډ راولي او یا یې هم هېڅ عملي نه کړي او همدا چاره به د طالبانو او امریکا د هوکړې برخلیک ټاکي.

که پاتې امریکايي ځواکونه هم په ټاکلې مرحله کې ونه وځي، نو دا به د هوکړې د نقض مانا ولري او په طبیعي ډول به طالبان هم د هوکړې نقض ته مخه کړي. طالبانو پخوا ویلي وو چې که امریکايي ځواکونه په ټاکلي وخت کې ونه وځي، بریدونه به پرې وکړو او پرون بي بي سي د طالب چارواکو په حواله یو ځل بیا دا خبره تکرار کړې ده. له همدې امله د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل په مانا ده چې دا چاره نه طالبان او نه هم امریکایان غواړي. طالبان سوله بریا ګڼي او امریکايي ځواکونه که بېرته جګړه پیلوي، نو ډېر ځواکونه یې بېرته باید را وګرځي چې دا چاره امریکا ته ډېره سخته ده او ناوړه پایلې به ولري.

امریکايي ځواکونه باید په ټاکلي وخت کې له افغانستان څخه ووځي او افغان لوري هېڅ داسې څه باید ونه کړي چې د ځواکونو پاتې کېدو ته زمینه برابره کړي. د جګړې کمول، په سوله کې پرمختګ او توافق به له دې سره مرسته وکړي چې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. له همدې کبله ټول افغانان باید یو بل ته لاس ورکړي چې امریکايي ځواکونه ووځي او افغانستان خوندي شي.

Previous Post

روغتیا وزارت: هېواد کې د کرونا ۲۱۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

Next Post

ایا یوازې پخپله مو حالت ته بدلون ورکولای شئ؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ایا یوازې پخپله مو حالت ته بدلون ورکولای شئ؟

ایا یوازې پخپله مو حالت ته بدلون ورکولای شئ؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یو چینایي شرکت د وچې مېوې پروسس برخه کې پانګونه کوي

یو چینایي شرکت د وچې مېوې پروسس برخه کې پانګونه کوي

جنوري 14, 2024
چين د ليرې احساس نوې سپوږمکۍ په برياليتوب وتوغوله

چين د ليرې احساس نوې سپوږمکۍ په برياليتوب وتوغوله

نوومبر 28, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved