امریکايي رسنیو له سپينې ماڼۍ د ټرمپ د وتلو وخت اعلان کړ. نیوز ویک وایي چې تر راتلونکو دوو اونیو به ټرمپ له سپینې ماڼۍ ووځي او د بایډن د حکومت کارکوونکي به سپينې ماڼۍ ته ورستانه شي. بلخوا د سپينې ماڼۍ کارکوونکو ته هم یو اېمیل لېږل شوی دی او په هغه کې ترې غوښتل شوي چې د راتلونکې میاشتې تر پنځمې دې له سپینې ماڼۍ ووځي. دوی ته همدا راز ځینې ضروري کارونه په ګوته شوي چې له سپینې ماڼۍ تر وتلو مخکې یې باید ترسره کړي. د سپینې ماڼۍ له کارکوونکو دا هم غوښتل شوي چې خپل شخصي توکي ورسره یوسي. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې ټرمپ ځان په ټاکنو کې بایلونکی نه بولي او لا هم وایي چې د امریکا په ټاکنو کې درغلي شوې ده او پایلې ورته د منلو نه دي.
































