د امریکا ایلینوې ایالت کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د امریکا د ایلینوې ایالت پولیسو ویلي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو کس د بولینګ په یو سالون کې پر خلکو ډزې وکړې او شپږ تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله. راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او درې نور سخت ټپیان دي. تر اوسه د پېښې انګېزه روښانه نه ده خو اې بي سي نیوز د پولیسو له قوله ویلي چې وسله وال کس نیول شوی او اوسمهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.
































