یکشنبه, مارچ 8, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

    اوچا: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۴ ملکي وګړي شهیدان شوي دي

    رییس الوزرا: ا.ا د مذاکراتو له لارې د ستونزو پر حل باور لري

    علي رضا رحمت: د ایران او افغانستان سوداګري په عادي ډول روانه ده

    هلمند کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې

    دوجاریک؛ د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتو کې د ملکي وګړو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی

  • سیمه
    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    قطر؛ د امریکا سفارت ته نږدې سیمو اوسېدونکي نورو سیمو ته لېږدول شوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته ۳ زره الوتنې لغوه شوې

    پوتین: روسیه چمتو ده د سیمې د ثبات لپاره له ټولو فرصتونو ګټه واخلي

    پاکستان کې د لاریونونو پرمهال ۱۶ کسان وژل شوي دي

    رویټرز: سیمه کې د جګړې له پراخیدو سره د تیلو بیه۱۰سلنه زیاته شوې ده

    یونیسکو: د زده‌کوونکو وژل د نړیوالو بشردوستانه قوانینو جدي سرغړونه ده

  • نړۍ
    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    ډونالډ ټرمپ: ایران له موږ مخکې د برید پلان درلود

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

    فوربس: د ایران ارزانه ډرونونه د میلیونونو ډالرو دفاعي سیستمونه ماتوي

    ټرمپ: امریکا پر ایران د روان برید څلور موخې لري

    قطر کې د هر ډول ډرون الوتکو پر استعمال بندیز ولګېد

  • اقتصاد

    مجاهد: له ایران سره د سوداګریزو توکو انتقالات په نورمال ډول روان دي

    د پنجشېر څه باندې ۳۶۰۰ قيراطه زمرد وپلورل شول

    د نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته سفر کړی دی

    لغمان؛ د یوه کانال د بیارغولو چارې پیل شوې دي

    سمنګان؛ په مرکز ایبک ښار کې د ۹ پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې

    افغانستان ته د روسيې د نفتي توکو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

    اقتصادي کمېسیون؛ د عوایدو زیاتېدو او د اوبو د لېږد طرحې تایید کړې دي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 3, 2021
in پوهنتون
0 0
0
سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسه
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسې خپلې رسمي چارې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت په منظورۍ په مزار شریف ښار کې پیل کړې دي. د دې موسسې مالي او اداري مسوول محمد رستم دانش وایي، چې له ۱۳۸۷لمریز کال راهیسې په یاده برخه کې فعالیت کوي او تر اوسه پورې یې د افغانستان له ټولو ولایتونو، په ځانګړې توګه شمالي ولایتونو یو زیات شمېر ځوانانو ته چې نارینه او ښځینه دواړه پکې شامل دي، د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړې ده. دی وایي، هڅه یې دا ده چې په اړونده برخه کې په لوړ معیار خلکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي. دانش وایي، چې موسسه یې درې پوهنځي (شرعیات، انجنیري او کمپیوټرساینس) لري چې درې واړه فعال او محصلین پکې پر زده‌کړو بوخت دي. دی وایي، هر پوهنځی یې بیا په خپل چوکاټ کې اړوند ډیپارتمنتونه لري.

په سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسه کې د تدریس چارې پر کار پوه او مسلکي استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي چې په خپل مسلک کې له پوره تجربې او مهارت څخه برخمن دي. د لوړو زده‌کړو د دې موسسې هڅه دا ده چې د مسلکي استادانو پر مټ ټولنې ته هم مسلکي او پر کار پوه کسان وړاندې کړي.

محمد رستم دانش وایي، چې په دریو واړو پوهنځيو کې یې د ۱۲۰۰ په شاوخوا کې محصلین پر لوړو زده‌کړو بوخت دي، چې له ډلې یې ۴۰۰ ښځینه او پاتې نور یې نارینه دي. دانش وایي، چې په دې موسسه کې د هېواد له بېلابېلو  ولایتونو څخه محصلین پر لوړو زده‌کړو بوخت دي، چې ډېری یې د هېواد د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي.

سادات د لوړو زده‌کړو موسسې تر اوسه پورې پوهنتون ته ارتقا نه ده کړې او نه یې هم هغه معیارونه پوره کړي چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت په خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ پروګرام پیلولو لپاره ټاکلي، نو محمد رستم دانش وایي، چې په کوم پوهنځي کې د ماسټرۍ پروګرام نه لري. دی وایي، په شرعیاتو او کمپیوټرساینس پوهنځیو کې یې د ماسټرۍ پروګرام پیلول په پنځه کلن ستراتېژیک پلان کې شامل دي. دی وایي، کله یې چې ټول اړین شرایط پوره کړل، نو په اړوندو پوهنځیو کې به د ماسټرۍ پرورګرام هم پیل کړي.

د سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسې له فعالو پوهنځيو څخه تر اوسه پورې ۲۴ دورې محصلین  چې شمېر یې ۲۰۰۰ ته رسېږي، د لېسانس په کچه فارغ شوي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي. د لوړو زده‌کړو د دې موسسې مالي او اداري مسوول محمد رستم دانش وایي، چې د فارغو شویو محصلینو په ډله کې یې ښځینه او نارینه محصلین دواړه شامل وو. دی وایي، چې فارغ شوي محصلین یې خپله په بلخ ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې په دولتي او خصوصي ادارو کې په کار بوخت دي او یا یې هم خپله نورو خلکو ته د کار زمینه برابره کړې ده. دی وایي، هڅه یې دا ده چې پر کار پوه او مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

په خصوصي پوهنتونونو کې په کلني ډول د نویو محصلینو جذب تر ډېره په هېواد کې پر امنیتي او اقتصادي حالت پورې تړلې خبره ده. د سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسې مالي او اداري مسوول وایي، چې خصوصي پوهنتونونه په کال کې دوه ځله د کانکور ازموینه اخلي، نو دوی هم په کال کې له پنځو سوو نیولې تر ۱۰۰۰تنو پورې نوي محصلین جذبوي. دی وایي، چې د دغو محصلینو د جذب لپاره ټول هغه امکانات لري، چې اړتیا ورته لیدل کېږي.

د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسسې یوه ښېګڼه دا ده چې محصلین یې کولای شي، د زده‌کړو ترڅنګ کار هم وکړي؛ ځکه خصوصي  پوهنتونونه تر ډېره د محصلینو په خوښه درسي وختونه برابروي، څو محصل هم زده‌کړې وکړي او هم یې تر څنګ په خصوصي او دولتي ادارو کې کار وکړي. سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسې د خپلو محصلینو لپاره د د ورځې په دوو وختونو کې د زده‌کړو زمینه برابره کړې او محصلین زده‌کړو ته ورته راځي.

سادات د لوړو زده‌کړو موسسه په ټوله کې د خپلو محصلینو لپاره تخفیف ورکوي، خو د ۱۳۹۹ لمریز کال لپاره یې ۱۰۰ نوي وړیا بورسونه د هغو محصلینو لپاره په پام کې نیولي، چې له نوي سلنې څخه یې زیاتې نمرې اخیستې وي. د دې ترڅنګ نیمه وړیا یا هغه بورسونه هم لري، چې محصل کولای شي په پنځوس سلنه تخفیف باندې په سادات د لوړو زده‌کړو موسسه کې زده کړې وکړي. دانش وایي، چې دغه تخفیف تر ډېره جنګ ځپلو، د شهیدانو او معلولینو وراثانو او د هغو کسانو لپاره په پام کې نیول شوی چې اقتصادي ستونزې ولري او نه شي کولای خپلو لوړو زده‌کړو ته ادامه ورکړي.

د لوړو زده‌کړو دې موسسې د خپلو محصلینو او استادانو لپاره د موسسې په چوکاټ کې یو مجهز کتابتون هم جوړ کړی دی. محمد رستم دانش وایي، چې په کتابتون کې یې د ۴۰۰۰ په شاوخوا کې د پوهنځیو اړوند او نور بېلابېل کتابونه موجود دي. دی وایي، محصلین او استادان یې کولای شي له یاد کتابتون څخه وخت ناوخته ګټه واخلي او مطالعه یې کړي.

سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسه هڅه کوي چې محصلینو ته د نظري زده‌کړو ترڅنګ د عملي زده‌کړو زمینه هم برابره کړي. محمد رستم دانش وایي، چې د شرعیاتو پوهنځي د محصلینو لپاره یې زمینه برابره کړې چې په مزارشریف کې په ترسره کېدونکو محاکمو کې برخه واخلي او تجربه یې لوړه کړي. دغه راز هغه محصلین چې د نمرو فیصدي یې لوړه ده، کولای شي چې په خپله په یاده موسسه کې تر شپږو میاشتو پورې د استاد همکار پاتې شي. تر څنګ یې وخت ناوخته د محصلینو لپاره سیمینارونه او روزنیز ورکشاپونه هم دایروي.

محمد رستم دانش وایي، چې سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسه پنځه کلن ستراتېژیک پلان لري چې د موسسې د پرمختګ لپاره یې ډېر څه پکې شامل کړي دي. له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقا کول، د طب، ښوونې او روزنې، حقوق او سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځيو جوړول، د ماسټرۍ پروګرام پیلول او دې ته ورته نور د سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسې راتلونکي پلانونه دي.

د لوړو زده‌کړو دغه موسسه په کور دننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري، خو محمد رستم دانش په دې اړه څه ونه ویل چې ایا له دې پوهنتونونو سره یې د علمي اړیکو کومه هوکړه لاسلیک کړې او که نه، خو وایي، چې په ترکیه، هند، پاکستان او روسیه کې یې له یوشمېر پوهنتونونو سره د اړیکو ترڅنګ د علمي اړیکو هوکړې لاسلیک کړي، چې له مخې به یې فارغ شوي محصلین د لا نورو لوړو زده‌کړو لپاره دغو هېوادونو ته ور استوي.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In