ولسمشر غني وايي د افغانستان د ښوونځیو اوسنی نصاب اصلاحاتو او پراخو بدلونونو ته اړتیا لري. ولسمشر غني چې تېره ورځ ناوخته یې د پوهنې وزارت له سرپرست وزیرې رنګینې حمیدي سره کتلي ټینګار کړی چې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو بشپړ او هر اړخیز ملاتړ کوي. دده په وینا پوهنې وزارت کې باید مسلکي او وړ کسان په کار وګومارل شي او په دې برخه کې د هېچا مداخله ورته د منلو نه ده. نوموړي همدا راز د پوهنې وزارت مشرتابه ته سپارښتنه کړې چې په تعلیمي نصاب کې دې اصلاحات جدي کړي او په چټکه توګه دې په دې برخه کې بدلونونه راولي. دده په خبره تعلیمي نصاب باید له نړیوالو معیارونو سره برابر شي او ټولنیز علوم باید اسلامي اصولو او د افغانستان فرهنګ ته په پام تیار کړل شي. هغه ډاډ ورکړی چې د پوهنې وزارت د اصلاحاتو په برخه کې د حکومت سیاسي او هر اړخیز ملاتړ له ځان سره لري.
































