په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک سره سم امریکايي ځواکونو اعلان کړی، چې په افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو شمېره راکمه کړې ده. د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د ټرمپ له امر سره سم یې د جنورۍ په میاشت کې د خپلو ځواکونو شمېره په افغانستان کې ۲۵۰۰ ته راښکته کړې ده. بلخوا طالبانو هم د دې پرېکړې هرکلی کړی دی او وايي، طالبان هوکړې ته ژمن دي او مقابل لوري ته هم پکار ده چې پر ژمنو عمل وکړي. طالبان او امریکایان داسې مهال د یو بل د کړنو هرکلی کوي چې په کور د ننه جګړه شدیده شوې او ملکي تلفات هم لوړ شوي دي.
وروسته له دې چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې هوکړه لاسلیک شوه، مهمه ماده یې دا وه چې امریکایي ځواکونه به له افغانستانه وځي. له همغه مهاله تر دې دمه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمېدو بهیر روان و. ټرمپ خپلو سرتېرو ته امر وکړ چې باید د سرتېرو شمېر یې د جنورۍ تر نیمايي تر ۲۵۰۰ کسانو پورې راښکته کړي. هغه مهال د ټرمپ دغه پرېکړه د ډېرو امریکایي سیاستوالو له مخالفت سره مخ شوه، خو ټرمپ له یوې خوا له دې پرېکړې کمپایني ګټه پورته کوله او همدا راز یې ویل چې غواړي تر ټولو غوره میراث یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل وي.
تازه د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د ټرمپ له غوښتنې سره سم د سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته کړی دی. د پنټاګون په اعلامیه کې د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست له خولې لیکل شوي، چې دوی له ژمنې سره سم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر ټولو ټيټې شمېرې ته رسولی دی. د پنټاګون اعلامیه کې د مېلر له خولې ویل شوي، امریکا په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پای ته نږدې شوې ده او د سیاسي جوړجاړي او تلپاتې اوربند لپاره د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو هرکلی کوي. هغه ویلي: «موږ په افغانستان کې سیاسي جوړجاړي ته نږدې یو. ژر به په دغه هېواد کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي او امریکا د سولې په برخه کې د رامنځ ته کېدونکې هوکړې هرکلی کوي.»
ښاغلی مېلر وایي، په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکایي پوځیان د دې لپاره کافي دي چې امریکا، د دې هېواد وګړي او د امریکا ګټې خوندي کړي. نوموړی وایي، امریکا به له ناټو سره یو ځای د ترهګرۍ پر ضد ماموریت او همدا راز د افغان پوځ روزنې، مشورې ورکولو او ملاتړ ته دوام ورکوي. کریسټوفر مېلر همدا راز ویلي چې په افغانستان کې یې د سرتېرو کمولو دا وښوده چې دوی له طالبانو سره لاسلیک کړې هوکړې ته ژمن دي او افغان سولې ته هم د امریکا ژمنتیا له همدې چارې ثابتېږي.
مېلر سره له دې چې د سرتېرو د شمېر په اړه معلومات ورکړي دا یې هم ویلي، چې د روان ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې به د ټولو سرتېرو د ایستلو بهیر ته ادامه ورکړي. هغه د خپلو خبرو دویمه برخه یانې د ټولو سرتېرو ایستل مشروط بولي او په وینا یې شرایطو ته په کتو به د خپلو ټولو سرتېرو پر ایستلو فکر کوي.
افغان حکومت د پنټاګون پر دې څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی، خو وسله والو طالبانو یې هرکلی کړی دی. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي چې دوی له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کوي او په خبره یې دا د هوکړې برخه ده. هغه همدا راز ویلي چې طالبان هوکړې ته ژمن دي او له مقابل اړخ هم د ژمنتیا تمه کوي. هغه ویلي: «له افغانستان څخه د نورو امريکايي ځواکونو وتل چې پرون يې متحده ایالاتو اعلان وکړ، د دوحې د توافقنامې په اړه يو عملي ګام او ښه پرمختګ دی.»
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ بیا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو وتل به کوم منفي اغېز ونه لري، ځکه دمګړۍ ډېر عملیات د افغان ځواکونو له لوري تر سره کېږي.
طالبان او امریکا داسې مهال د یو بل د کړنو هرکلی کوي چې په افغانستان کې جګړه اوج ته رسېدلې ده، ملکي تلفات لوړ شوي دي او د مرکز په ګډون، په ډېرو ولایتونو کې امنیتي پېښې مخ په ډېرېدو دي.
































