د ولسي جرګې یو پلاوی چې د هرات د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه دغه ولایت ته تللی و وايي چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۳۰ وسله وال ګروپونه فعالیت کوي چې ډېری یې له بهرنیو هېوادونو تمویل کېږي. دوی وایي له دې ډلې ۲۲ ګروپونه یې تر ټولو خطرناک دي چې په جنوبي پولو کې د ایران له لوري په مستقیمه توګه حمایه کېږي او د هرات په ښار او ولسوالیو کې ناامنۍ جوړوي. د ولسي جرګې دغه پلاوي ویلي دوی په دې اړه کافي اسناد لري او ډاډه دي چې په هرات ښار کې هدفي بریدونه، سړي تښتونې، جګړې او نور ورانکار فعالیتونو ددغه ډلو له لوري ترسره کېږي. د هرات والي بیا وایي په هېواد کې ټولې وسله والې ډلې د بهرنیو هېوادونو له ملاتړه برخمنې دي خو په وینا یې دوی په ګڼو سیمو کې د ترهګرو پر وړاندې عملیات ترسره کوي او تر ټولو ستره ستونزه یې هم د سرتېرو کموالی دی چې په دې برخه کې یې هم هڅې پيل کړې دي.












