د افغان حکومت مذاکراتي ټیم وایي نهه ورځې کیږي، چې مقابل لوری د جنګ ختمېدو لپاره رسمي مجلس او بحث ته اماده نه دی. د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم غړي نادر نادري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د سولې ټینګښت او د افغانستان د خلکو له وژنو څخه مخنیوی د افغان حکومت او ولس لومړیتوب دی او د افغان حکومت مذاکراتي ټیم په پوره صداقت او اخلاص سره د همدې هدف لپاره په دوحه کې دی. خو نوموړی وایي ۹ ورځې کیږي چې مقابل لوری د جنګ د ختمېدو لپاره رسمي مجلس او بحث ته آماده نه دي.
































