روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا وبا ۱۰۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۸۵۴ تنو ته ورسېد. د دغه وزارت د ویاند مرستیال نورالله ترکی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه څوک نه دي مړه شوي خو ۹۴ تنه ترې بیا روغ شوي دي. په افغانستان کې د کرونا وبا د مړو شمېر ۲۳۹۲ او د رغېدلو کسانو شمېر ۴۷ زره او ۴۵۹ تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکې وایي، کرونا ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.












