د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حنیف اتمر او ورسره مل لوړپوړی پلاوی به ددغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او همدا راز به د پاکستان، افغانستان او ازبکستان په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي. په دې غونډه کې به د یادو درېواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیت خبرې وشي. بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغان پلاوی به له ازبکستاني چارواکو سره پر بېلو نورو سمه ییزو مسایلو هم خبرې اترې ولري.
































